1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

اتومي تمرينونه: آیا روسیه به پر اوکراين اتومي بريد وکړي؟

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

پر اوکراين له يرغل راهېسې روسیه په لومړي ځل غواړي چې د اوکراين پولې ته څېرمه د تاکتيکي اتومي وسلو تمرينونه وکړي. شنونکي وايي دا په دې معنا نه ده چې ګويا په نږدې وخت کې دې بريد وشي، بلکې موخه یې سياسي پېغام دی.

https://p.dw.com/p/4fc9U
روسیې اعلان کړی دی چې د اوکراين سرحد ته څېرمه د اتومي تمريونو پلان لري
روسیې اعلان کړی دی چې د اوکراين سرحد ته څېرمه د اتومي تمريونو پلان لريانځور: Kirill Kukhmar/TASS/imago

د دوشنبې په ورځ يعني د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين د لوړې تر مراسمو يوه ورځ دمخه د روسیې د دفاع وزارت د اوکراين پولې ته څېرمه «په نږدې راتلونکي» کې د تاکتيکي اتومي وسلو د مانورو اعلان وکړ.

دا به په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراين د روسیې له يرغل راهېسې لومړی ځل وي چې دا ډول تمرينونه دې وشي.

د وزارت له خوا ويل شوي دي چې دا تمرينونه به د جنوبي پوځي سيمې د هوايي دفاع د توغنديو د قطعاتو له خوا د هوايي او سمندري ځواکونو په ګډون ترسره شي چې موخه یې «د غير ستراتيژيک اتومي ځواکونو چمتووالی زياتول دي.»

په ياده سیمه کې نه يوازې د روسیې منل شوی قلمرو، بلکې د کريميا ټاپو وزمه هم شامله ده چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې الحاق کړه او همدا راز په جنوب کې څلور اوکرايني سيمې هم چې قسماً د روسیې په ولکه کې دي.

د روسیې اتومي ګواښ او په اروپا کې نيوکې

د لوېدیځ چارواکو په تکراري ډول د روسیې پر مشرتابه د اتومي ګواښ پېښولو له کبله نيوکې کړي دي. پوتین په ښکاره د يوې اتومي حملې ګواښ نه دی کړی، خو لویدیځ ته یې د نیغ په نیغه مداخلې په صورت کې د اتومي جګړې د امکان خبرداری ورکړی دی.

بل لوري ته د روسیې پخواني ولسمشر او د روسیې د امنيت شورا مرستیال ديمیتري مدويديف، په څو ځلي په ښکاره د اتومي وسلو د کارولو ګواښ کړی او دغه ګواښ یې د دوشنبې په ورځ يو ځل بيا تکرار کړی دی.

مدويديف، د تاکتيکي اتومي وسلو د تمريناتو پريکړه په اروپا کې په روانو هغو بحثونو پورې وتړله چې اوکراين ته د ځمکنيو ځواکونو د احتمالي ليږد په اړه کیږي.

د روسیې پخوانی ولسمشر او د روسیې د امنيت شورا مرستيال مشر ديمتري مدويديف
د روسیې پخوانی ولسمشر او د روسیې د امنيت شورا مرستيال مشر ديمتري مدويديفانځور: Alexander Astafyev/Russian Government/Tass/IMAGO

د پوتين وياند دیميتري پيسکوف، هم پلان شوي اتومي تمرينونه، اوکراين ته د ځمکنيو پوځونو د ممکنه ليږد په اړه د لوېديځ د ځينو سياستوالو په اعلاميو پورې تړلې ده او په ځانګړي توګه یې د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون، يادونه کړې ده. پيسکوف د «ترنګلتياو د پراخيدو له يوه نوي پړاو» څخه خبره کړې ده.

تاکتیکي اتومي وسلې څه ته وايي؟

تکتيکي اتومي وسلې له ستراتیژيکو اتومي وسلو سره توپير لري، ځکه دا ډېرې قوي نه وي او کوچنۍ ساحه تر پوښښ لاندې راولي. دا وسلې د توپخانې په شکل هم کاريدلی شي خو زياتره بالستيک او يا کروز میزايل وي. دا د هغو سیستمونو په کارولو سره فاير کیږي چې دودیزې او همدا راز اتومي سرګلولې ليږدولی شي.

له ځمکي څخه هوا ته توغيدونکي میزايل چې سرګلولې لري تر ۵۰۰ کیلومترو ډېر واټن پورې ويشتل کولی شي او له سمندر څخه او يا له هوا څخه ويشتونکي سیسټمونه چې تر ۶۰۰ کیلومترو ډېر واټن پورې ويشتل کوي، تاکتيکي وسلې بلل کیږي.

خو د درجه بندۍ په ترڅ کې هیڅ ثابت حدود نشته. ځینې سرچينې د روسیې نوی کاليبر کروز میزايل او کينږال هايپرسونک میزایل چې د پوښښ ساحه یې تر څو زرو کيلومترو هم ډېره ده، د تاکتيکي اتومي وسلې په توګه درجه بندي کوي.

پر اوکراين اتومي بريد «هیڅ معنا نه لري»

هغه کارپوهان چې دويچه ویله ورسره مرکې کړي دي، په دې نظر دي چې په اوکراين کې د اتومي وسلو کارول ناشوني دي او دا به بې معنا کار وي. د امريکا متحده ایالاتو د بې وسلې کولو د څېړنې انستيتويت څخه پاول پودوګ، وويل: «له پوځي نقطه نظره په اوکراين کې د روسیې له لوري د اتومي وسلو کارول که هغه په هر ډول حالاتو کې وي، هیڅ معنا نه لري.»

د کارپوهانو په حواله روسیه به د دې جوګه نه وي چې د تمرینونو په ترڅ کې عملاً بريدونه ترسره يعني تمرين کړي، بلکې يوازې د وسلو د کارولو لارې چارې تمرينوي. پودوګ ياتوي: «دا ځکه چې غير ستراتیژيک سرګلولو په عمومي توګه له هغو میزایلونو او هوايي الوتکې په جلا ډول ساتل يا ذخیره کیږي چې فاير کولی یې شي.«

د ويانا د خلع سلاح او د وسلو د عدم تکثير له مرکز څخه نیکولای سوکوف، په دې آند دی چې په اوکراين کې د اتومي وسلو د کارولو پلان هیڅکله موجود نه وو حتی د ۲۰۲۲م کال په مني کې کله چې د روسیې پوځ د خارکيف او خیرسون له سيمو څخه ووت.

د کریمیا تاتاران خپل ټاټوبي ته د ستنېدو لپاره مبارزه کوي

سوکوف وایي چې ځیني امريکايي رسنيو رپوټ ورکړی وو چې کيدای شي په روسيه کې په دې اړه بحث شوی وي. خو د دې کارپوه په حواله اوس روسي عسکر پر اوکرايني ځواکونو له ډېرو اړخونو په ښکاره برلاسي دي او د اوکراين په ختيځ کې وار په وار سيمې لاندې کوي.

اتومي تمرين لویديځ ته خبرداری دی

پر اوکراين د روسیې له یرغل راهېسې له لوېديځ سره په دې جګړه کې د اتومي وسلو د کاريدو اندېښنه مل ده. د لوېدیځ سیاستوال او کارپوهان وايي همدا علت دی چې اوکراين ته د وسلو په ورکړه کې له ځنډه کار اخيستل کيږي او مقدار یې هم ښه سنجول شوی وي.

د امريکا متحده ايالاتو له ويلسن مرکز څخه ماتيو بولیګ، وايي چې مسکو يوازې پر دې خبره حساب کوي. نوموړی په دې عقيده نه دی چې د روسیې پلان شوي تمرينونه به «يوازې د فرانسې د چلن له کبله وي.»

د هغه په خبر دا تمرينونه د کريملن د «دوامداره ډارونې او ګواښونو» برخه دي. بوليګ استدلال کوي چې د دې موخه له اوکراين څخه د لویدیځ د ملاتړ له منځه وړل دي.

د هغه په خبره پوتين هم غواړي چې خپل ځان د يوه «ځواکمن مشر» په توګه مطرح کړي، په ځانګړي توګه د می د نهمې نېټې په درشل کې، کله چې روسیه پر نازي آلمان د پخواني شوروي اتحاد بريا لمانځي.

زياتره کارپوهان دا مانورې لوېديځ ته د خبرداري ورکړه ګڼي. پودوګ په پای کې وويل: «په دې سیاسي سګنال کې کومه ښه خبره نشته، خو موږ بايد د امکان تر حده هڅه وکړو چې مقابل کې یې عاقلانه چلن وکړو.»

ب. ص/ ن. ز (Roman Goncharenko)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل