1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: داعش د فاتحې پر مراسمو د برید مسئولیت ومانه

۱۴۰۲ خرداد ۲۰, شنبه

داعش ډلې په بدخشان ولایت کې د فاتحې پر مراسمو د یو ځانمرګي بريد چې لږ تر لږه ۱۳ کسان په کې ووژل او ۳۰ نور ټپيان شول، مسئوليت په غاړه واخیست. دغې دلې تر دې مخکې د بدخشان پر وژل شوي مرستیال والي د برید مسئولیت هم منلی وو.

https://p.dw.com/p/4SPyl
د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې د طالبانو امنيتي ځواکونه
د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې د طالبانو امنيتي ځواکونهانځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د «اسلامي دولت» يا د داعش ځايي ډلې چې په خراسان ولایت هم یاديږي، د جمعې په ورځ ناوخته په يوه اعلامېه کې وويل چې بریدګر، د پنجشنبې ورځې په برید کې د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار نبوي مسجد ته نژدې مراسم په نخښه کړل.

داعش په دغه برید کې د اوښتو تلفاتو ارقام د هغو په پرتله چې د طالبانو حکومت بیان کړي، ډېر لوړ ښودلي دي، ادعا ېې کړې چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰ لوړپوړي طالب چارواکي وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

ورته نور ولولئ:  طالبان: په فاتحه کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

دغه برید د طالبانو د بدخشان مرستیال والي، نثار احمد احمدي، د فاتحې په مراسمو وشو چې د سه شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د یو موټربم په چاودنه کې وژل شوی وو. د یاد موټربم د چاودنې مسئولیت هم داعش منلی وو، کوم د مرستیال والي تر څنګ د هغه موټرچلونکی هم پکې وژل او لس تنه نور ټپيان شوي ول.

اسوشتید پریس د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور، له قوله ليکي چې په بدخشان کې د فاتحې پر مراسمو برید کې د وژل شوو کسانو په ډله کې د طالبانو د پولیسو يو پخوانی غړی هم شامل دی.

ورته نور ولولئ:  په بدخشان کې د طالبانو د والي مرستیال وژل شوی

داعش ډلې د ۲۰۲۱م کال له اګست راهيسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، خپل بریدونه ډېر کړي دي. د تېرکال په دسمبر کې د طالبانو د بدخشان ولایت امنیه قوماندان په داسې حال کې چې خپل دفتر ته په لاره وه، په یوه بمي چاودنه کې وژل شو. د یادې چاودنې مسئولیت هم داعش ډلې په غاړه اخیستی وو.

آ/م.ک.ص./ا.ا.