1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسیا

د عمران خان ښځې ولې زندان ته د لیږدول کیدو غوښتنه کړې؟

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

په اسلام آباد کې یوې محکمې د عمران خان د ښځې بشرا بي بي، هغه غوښتنه منلې چې له مخې یې باید زندان ته ولیږدول شي. هغه تر دې مخکې په خپل کور کې نظر بند وه خو ادعا یې کوله چې په کور کې یې شرایط سخت دي.

https://p.dw.com/p/4fbyi
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او میرمن یې بشرا بي بي
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او میرمن یې بشرا بي بيانځور: Arif AliAFP

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ښځې مدافع وکیل د چهارشنبې په ورځ پر خپل ایکس ټولنیزې پاڼې لیکلي دي چې یوې محکمې منلې ده چې د عمران خان  میرمن زندان ته ولیږدول شي. د عمران خان میرمنې بشرا بی بي، پخپله زندان ته د لیږدول کیدو غوښتنه کړې وه. دا ځکه چې هغه اوس په کور کې په بند کې وخت تیروي خو د امنیتي اندیښنو له کبله یې له محکمې دغه غوښتنه کړې ده.

بشرا بي بي له جنوري میاشتې راهیسې په اسلام آباد کې د عمران خان په کور کې نظر بنده ده. هغه په غیر قانوني ډول د دولتي ډالیو په پلورلو محکومه ده.پخوانۍ لومړی وزیر عمران خان هم په همدې جرم محکوم شوی دی.بشرا بي بي تر دې مخکې د محکمې د حکم پر ضد اقامه دعوا کړې وه.

بشرا بي بي د خپل وکیل له طریقه د اسلام آباد له لوړې محکمې «هایکورټ» ته عریضه وړاندې کړې وه چې هغه زندان ته ولیږدوي. محکمې اوس امر کړی دی چې بشرا بي بي دې راولپنډي کې «اډیاله» زندان ته ولیږدول شي چیرې چې عمران خان هم بندي دی.

د عمران خان ګوند دغه خبره په یوې اعلامیه کې کړې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې بشرا بي بي محکمې ته په خپل شکایت کې ویلي دي چې په کور کې د نظر بند پر مهال هغې ته خراب شوي خواړه ورکول کیدل.

دغه ادعا د پاکستاني  چارواکو له خوا رد شوې ده.

آژانسونه / م.س