1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

پاکستان سره د پېسو نړېوال صندوق د ۳ ميليارده ډالرو پور توافق

۱۴۰۲ تیر ۹, جمعه

د پیسو نړیوال صندوق (آی ام اف) له پاکستان سره د کارمندانو په سطحه د ۳ میليارده ډالرو پر یوه ستند-بای قرارداد هوکړې ته رسېدلی دی. دغه توافق تر ۸ میاشتې انتظار وروسته شوی. د پاکستان د ماليې وزير پر ټوېټر شکر ادا کړی.

https://p.dw.com/p/4TGCU

پور ورکوونکي ويلي دي چې دغه توافق چې تر اته میاشتې ځنډ او پاکستان ته د یو مهلت تر ورکولو وروسته شوی دی، په جولای مياشت کې د پیسو نړيوال صندوق د بورډ تائيد ته اړتيا لري. رپوټونه وايي تمه ده چې بورډ به د جولای میاشتې په نيمايي کې توافق اعلان کړي.

دغه هوکړه داسې وخت شوې چې پاکستان دا وخت د پورونو د پرې کولو له یو حاد بحران او د نغدو پېسو له سخت کمښت سره مخ دی. پاکستان د دغه پور د ترلاسه کولو له پاره ډېر کوښښونه کړي دي او له میاشتو راهیسې ېې له آي ام اف سره مذاکرات درولودلي. د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف په فبرورۍ کې ويلي ول چې مجبور دی د هیواد خراب اقتصاد ته د نجات له پاره د پیسو نړېوال صندوق سره د ېوې معاملې د ترسره کولو له پاره سخت شرایط ومني.

ورته نور ولولئ:  شریف: مجبور یو د پیسو نړیوال صندوق سخت شرایط ومنو

د پاکستان د ماليې وزير، اشفاق ډر، د جمعې په ورځ وختي پر ټوېټر د «الحمد الله» لفظ په ليکلو، د خدای شکر ادا کړی او آی ام اف سره ېې له شوي توافق څخه خبر ورکړی دی. ډر رويټرز ته وويل چې پاکستان به د جمعې په ورځ ناوخته د پیسو له نړېوال صندوق څخه رسمي اسناد ترلاسه کړي دي چې هغه به ېې «لاسليک او مهر، او نن شپې پورې به ېې بېرته واستوي.»

د پاکستان د ماليې وزير د پنجشنبې په ورځ خوښې څرګنده کړې وه چې له آی ام اف سره به ډېر ژر توافق وشي.

دغه درې میليارده ډالره بودجه چې د نهو میاشتو په موده کې ورکول کيږي، له هغې لوړه ښودل شوې چې پاکستان ېې تمه درولوده. د پیسو نړېوال صندوق په ۲۰۱۹م کال کې له پاکستان سره د شپږنيم ميليارده ډالرو د پور توافق کړی وو چې د جمعې په ورځ ېې تاريخ پای ته ورسيد. پاکستان د دغو شپږنیم ميليارده ډالرو د پاتې دوه نیم ميلياردو ډالرو ته انتظار وکيښ.

ورته نور ولولئ:  د پاکستان حکومتونه ملي خزانه څنګه مصرفوي؟

د پيسو نړيوال صندوق یو چارواکي، نتهن پورتر د پنجشنبې په ورځ وويل چې دغه نوی ستند بای توافق د هماغه ۲۰۱۹م کال د پروګرام پر اساس شوی دی. هغه زیاته کړه چې پاکستان په وروستیو کې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ شوی لکه د تېرکال ويجاړونکي سېلابونه او په اوکراین کې تر جګړې وروسته د اجناسو د بيو لوړېدل.

پورتر وويل چې د پاکستان موجوده ستونزو ته په کتو نوی توافق به په راتلونکې کې د دوه اړخيزو او څو اړخیزو مالي ملاتړ له پاره د ملاتړ یوه پالیسي رامنځ ته کړي. هغه همدارنګه د نغدو پیسو وضعیت ته هم اشاره وکړه چې د برېښنا په سکتور کې په یو جدي وضعیت کې په خپل حال پاتې ده. هغه په دې برخه کې د برېښنا دوامداره پارچاويو او د برېښناو د بلونو په نه تحوېلوۍ کې ډېروالي ته اشاره کړې ده.

ورته نور ولولئ:  پاکستان وايي چين ورسره د ۱.۳ میليارډ ډالرو د پور قرارداد تمدید کړ

د پاکستان د برېښنا سکتور ۱۲ اعشاريه ۵۸ میليارډه ډالر پوروړی دی، چې دا دغه موضوع د پیسو نړېوال صندوق سره د خبرو اترو بنسټ تشکیلوي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو (16.01.2018) انځوریز البوم هم وګورۍ: