1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيګار: د افغانستان مرکزي بانک له طالبانو استقلالیت نه لري

۱۴۰۲ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د امریکا په مالي مرسته يوه ارزونه چې نتيجه ېې کانګرس ته وړاندې شوې ښيې چې د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو له ادارې مستقل نه دی او د پیسو سپينولو او د تروريزم د مالي ملاتړ د مخنيوي له پاره پوره حفاظتي شرایط نه لري.

https://p.dw.com/p/4UwGp
د آرشیف انځور - په کابل کې د مرکزي بانک یا د افغانستان بانک ساختمان
د آرشیف انځور - په کابل کې د مرکزي بانک یا د افغانستان بانک ساختمانانځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

دغه مطلب د افغانستان د بیارغونې څخه د څار دفتر، سيګار د سه شنبې په ورځ (د اګست ۸مه) د امریکا متحده ایالاتو کانګریس ته وويل.

رويټرز خبري آژانس تېره میاشت رپوټ ورکړ چې دغه ارزونه چې په هغه وخت کې ېې پایلې اعلان نه شوې، بریالۍ نه شوه تر څو له واشنګټن څخه د افغانستان د مرکزي بانک د ۳.۵ ميليارډ ډالرو شتمنۍ د بېرته راګرځولو ملاتړ تر لاسه کړي، کومه شتمنۍ چې دا وخت د سويس په یوه بانک یا صندوق کې ساتل کېږي.

ورته نور ولولئ:  طالبان: که شتمنۍ آزادي نه شي، له امريکا سره پر تګلاري به غور وکړو

سيګار کانګریس ته په خپل درې میاشتنې رپوټ کې په ډاګه کړې چې په ترسره شوې ارزونه کې موندل شوې چې د افغانستان د مرکزي بانک په مدیریت کې یو لړ نیمګړتیاوې موجود دي. د افغانستان مرکزي بانک پر افغانستان بانک یا DAB باندې هم یادیږي.

سيګار وايي د ترسره شوې ارزونې پایله ښيي چې د افغانستان بانک د «طالبانو له ادارې څخه استقلالیت نه لري او د پيسو سپينولو او ترویزم څخه د مالي ملاتړ پر وړاندې مبارزه کې يې نيمګړتياوې درلودلي دي.»

د دغې ارزونې مالي ملاتړ د نړېوالې پراختیا له پاره د امريکا متحده ایالاتو  مرستندويې ادارې (USAID) له خوا شوې چې نظارت ورڅخه یوه بهرني قراردادي کړي ده.

ورته نور ولولئ: طالب او امريکايي استازو پر کومو موضوعاتو خبرې وکړې؟

زیاته شوې چې د افغانستان مرکزي بانک ځکه د طالبانو له ادارې څخه استقلاليت نه لري چې د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې چې امریکايي قواوې له افغانستانه وتلي او طالبان پر دغه هېواد حاکم دي، د دغه بانک مشري درې هغه طالب مشران کوي چې د ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالتونو له خوا پرې بنديزونه لګول شوي دي.

پر افغانستان دطالبان له واکمنېدو سره سم، په بهر کې د افغانستان بانک د میليارډونو ډالرو په ارزښت شتمنۍ کنګل شوې چې طالبان ېې له هماغه وخت راهیسې د آزادولو غوښتنه کوي. خو په دې هکله په واشنګټن او نورو پلازمېنو کې د افغانستان بانک د مشرتابه او د پیسو سپينولو د حفاظتي شرایطو په اړه اندېښنې موجودې دي.

ورته نور ولولئ:  محکمه: د افغانستان شتمنۍ دې په امريکا کې د قربانيانو کورنيو ته نه ورکول کیږي

په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان بانک د کنګل شوو شاوخوا ۷ ميليارډ ډالرو نیمايي برخه د سويس په یوه بانک کې ساتل کيږي او نیمه نوره برخه ېې د طالبانو خلاف يوې دعوا په ارتباط په امریکا کې دي. دغه دعوا په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې تروریستی پېښو د قربانیانو د کورنیو له خوا مطرح شوې ده. دغه حملې د القاعده شبکې له خوا وشوې چې هغه وخت طالبانو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال دغې شبکې ته په افغانستان کې پناه ورکړې وه.

د امریکا متحده ایالاتو د خزانې يوه چارواکي تېره میاشت د خپل نوم د نه ښودلو په شرط رويټرز خبري آژانس ته ويلي وو چې واشنګټن به تر هغې د سویس په یو بانک کې د افغانستان بانک د ساتل شوو پیسو له بېرته ليږلو څخه ملاتړ ونه کړي چې افغانستان بانک «له سیاسي نفوذ او مداخلې څخه» پاک شوی نه وي.

دغه چارواکي زیاته کړې وه چې افغانستان بانک بايد د دې تر څنګ، د پیسو سپينولو او تروریزم څخه د مالي ملاتړ ضد مواردو باندې هم پوره کنټرول ولري.

ورته نور ولولئ: مک کال: له طالبانو سره دي د امریکا د استازو لیدني بندې شي

سیګار د امریکا کانګریس ته د افغانستان بانک په هکله دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې څو ورځې مخکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر اميرخان متقي او د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ټام ویست سره ولیدل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، هغه وخت پر ټويټر ليکلي وو چې په دغو لیدو کاتو دواړو لورو پر مختلفو موضوعاتو خبرې وشوې. بلخي په یوه ټوېټ کې ليکلي:« د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا ټينګار وکړ چي د اعتماد جوړونې لپاره مهمه ده چي تور او جايزه لستونه پورته او بانکي زيرمې خلاصې شي تر څو افغانان د بهرنيو مرستو پرته خپل اقتصاد پر پښو ودروي.»