1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: ټول لوري باید زموږ د پرېکړو درناوی وکړي

هيلۍ اسد
۱۴۰۲ فروردین ۲۳, چهارشنبه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي دي چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د طالبانو حکومت له خوا د ښځو پر کار بندیز د دوی «د کورني ارزښت یوه موضوع ده، چې ټول لوري باید ورته درناوی وکړي.»

https://p.dw.com/p/4PwtV
Afghanistan | Talibansprecher Zabihullah MujahidKabul in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

 

له هغه وروسته چې طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او ملګرو ملتونو یې په غبرګون کې تیره ورځ اعلان وکړ چې د راتلونکې میلادي میاشتې تر ۵ نېټې پورې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو ارزونه کوي او له هغې وروسته به پرېکړه وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې طالبان دوی اړ کوي چې «ویروونکی انتخاب» وکړي. خو طالبان وایي چې د دوی پرېکړې کورنۍ موضوع ده او هيچاته ستونزه نه جوړوي: «اسلامي امارت نه غواړي چې ملګري ملتونو ته خنډونه ايجاد کړي؛ بلکې واضح کول غواړي چې دا د افغانستان يوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده چې بل چاته هيڅ ستونزه نه جوړوي او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.»

افغانستان په نړۍ کې د بشري مرستو لوی غوښتونکی هيواد بلل کیږي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې افغانستان اوس یو له بې مخینې بحران سره مخ دی.

په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیونه کسان په پراخه کچه و بشري مرستو ته اړ دي. له دې جملې څخه ۲۰ میلیونه وګړي یې له سختې لوږې سره مخ دي او ۶ میلیونه نور یې قحطۍ ته یو ګام نږدې دي.

د ملګرو ملتونو له خوا خپرې شوي شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې مرستندویه ادارو څه باندې ۲۶ میلیونه ټنه بشري مرستې کړې دي.