1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان د پوځ تر منځ جګړه شوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آذر ۲۴, پنجشنبه

د طالبانو يوې سرچينې ويلي دي چې د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي يو وار بيا له پاکستاني ځواکونو سره جګړه شوې ده. پېښه د چمن او د سپين بولدک ترمنځ د پاکستان له اړخه اغزن سيم غځولو پر سر رامنځته شوې.

https://p.dw.com/p/4KzOq
Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Chaman
انځور: AP Photo/picture alliance

په کابل کې د طالبانو يوې سرچينې دويچه ويله ته وويل چې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د دسمبر ۱۵) د کندهار سپین بولدک او د پاکستان د چمن ترمنځ د افغان طالبانو او پاکستان پوځ ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې نښته هغه مهال رامنځته شوې چې د طالبانو سرحدي ځواکونو په د کندهار په سپین بولدک کې د پاکستان پوځ له لورې د اغزن تار تیرولو سره مخالفت وکړ. دغه سرچینه وایي، چې جګړه لومړۍ د پاکستاني لوري پیل شوې ده.

په سپین بولدک او چمن کې ځایي خلک وايي چې جګړه د سپین بولدک ولسوالۍ د شېرو اوبو په سیمه کې په رامنځته شوي.

اړوند مطلب: پکتیا؛ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښه کې مرګ ژوبله اوښتې

د سپین بولدک ولسوالۍ یو اوسیدونکي علي احمد لودین وایي چې دی په سیمه کې دی او «شدیده جګړه» روانه ده، خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه لري. د کندهار له پاره د طالبانو مسؤلینو هم تر اوسه د جګړې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په چمن کې یو ځایي اوسیدونکي سمیع خان وایي چې په جګړه کې درنې وسلې کارول کیږي او یو شمېر کسان چې په دې جګړه کې ټپیان شوي روغتون ته وړل شوې دي.

په چمن کې یوه ځایي خبریال حمیدالله شیرانی دویچه ویله ته وویل چې د چمن سيول روغتون ته د دوو ښځو په ګډون ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

اړوند مطلب: په سپين بولدک کي څه تيريږي؟

تر اوسه د دواړو لوریو رسمي سرچینو د سپین بولدک او چمن د نن ورځې جګړې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

څو ورځې وړاندې هم د کندهار په سپین بولدک او پاکستان د چمن ترمنځ سيمه کې د افغان طالبانو او پاکستان پوځ ترمنځ جګړه شوې وه، چې له امله یې د افغانستان لوري ته یو طالب وژل شوی او لس کسان ټپیان شول. دغه راز د پاکستان لورې په چمن کې پاکستاني چارواکو، د دوو کسانو د وژل کیدو او ۱۸ کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی و.